برتانوي شرکت، ایران کې د سترې برېښنايي پروژې فعاليت وځنډاوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۴)

د کرکوس په نوم يوه برتانوي شرکت په ايران کې د ۵۷۰ ميلیون ډالرو په ارزشت د برېښنايي پروژې فعاليت ځنډولی دی.

د شمسي برېښنا د اډې جوړولو دغه تړون د ۱۳۹۶کال کې د ایران د انرژۍ وزارت او د کرکوس شرکت مسوولينو تر منځ شوی و.

د یاد شرکت اجراييه مشر دیه ګو بیاسي وايي، دوی د امريکا او ایران تر منځ روان حالت ته په کتو دغه چاره ترسره کړې ده.

د دغه لمريزې اډې په جوړېدو سره به دا د نړۍ د لمريزې برېښنا د توليد شپږمه لويه بټۍ وه چې نهه سوه ميګاواټه برېښنا به يې توليدوله.

امريکا تېره اوونۍ پر ايران د مالي او اقتصادي بنديزونو لړۍ د پيلولو اعلان وکړ چې له مخې يې د ډالرو او ريالو په راکړه ورکړه، له نړيوالو سره د سرو او نورو ګرانیبيه فلزونو په معاملو، د ايران پر موټر جوړولو صنعت او د سپرلۍ الوتکو پر اخيستلو او خرڅولو هم بنديز ولګېد.

د راپورونو پر اساس، پر ايران به د امريکا د بنديزونو دوهمه لړۍ شاوخوا درې مياشتې وروسته پيليږي چې ورسره به پر ګازو، تيلو او بيړۍ چلولو باندې هم بنديز ولګول شي.

 دغه بندیزونه د ایران او د نړۍ د سترو قدرتونو تر منځ له اټومي موافقې وروسته ځنډول شوي و خو د ټرمپ حکومت د مئ په میاشت کې د ایران له اټومي موافقتنامې له وتلو وروسته پر دغه هېواد بيا ځلې د بنديزونو پيلولو اعلان وکړ.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close