برتانیا کې د پارلمان غړې په چاقو او ډزو سره ووژل شوه

کابل ټکی کام۱۳۹۵ غبرګولی۲۸ زرغون خوږیاڼی

د بريتانيا د پارلمان غړې جو کاکس باندې د انګلستان شمال په برسټال سيمه کې د چاقو او ډزو بريد شوی، چې له  ټپي کېدو وروسته یې په روغتون کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

عيني شاهدان وايي۴۱ کلنه جو کاکس يوه کتابتون کې غونډه درلوده، چې ترې را ووته بريد پرې وشو، چې په یو چاقو او یوه مرمۍ لګیدلې وه.

امنیتي سرچینې وايي، چې د کارګر ګوند غړې جو کاکس له ټپي کېدو ورسته د هليکوپټر په واسطه د ليډز روغتون ته لېږدول شوې وه،چې په روغتون کې يې ساه ورکړه.

پر دغه مېرمن بريد په داسې حال کې شوی چې بريتانيا په اروپايي ټولنه کې د پاتې کېدو يا ترې د وتو په تړاو راتلونکې اوونۍ ټولپوښتنه کوي.

د برتانیا د پارلمان غړی جوکاکس یو د هغو غړو څخه وه، چې په دې هېواد کې يې د سوريايي مهاجرو پلوی کولو. په راپورونوکې ویل شوي، چې نوموړې د اکسفا د خیریه ټولنې غړې هم وه.

پولیسو د پېښې په تړاو ۵۲ کلن سړی نیولی، چې تومانچه هم ورسره وه او اوس ترې  پوښتنې روانې دي.

ويل کېږي په دغه پېښه کې يو بل کس هم ټپي شوی دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close