برتانیه سبا په ایران کې سفارت پرانیزي

کابل ټکی کام ۳۱زمري ۱۳۹۴ راپور: انصار د ایران دولتي سرچینې (ایرنا) خبر ورکړی، چې سبا د یکشنبې په ورځ به برتانیه په ایران کې خپل سفارت په یو لړ مراسمو سره پرانیزي. رسنۍ ویلي، چې د سفارت په پرانستوني غونډه کې به د برتانوي دیپلوماتانو علاوه په برتانیه کې د ایران د سفارت دیپلومات محمد حسن حبیب الله هم حضور ولري. په ایران کې د برتانیې سفارت په داسې وخت کې پرانستل کیږي، چې د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر فلیب هموند په ایران کې د سفر په نتیجه کې د یوه پلاوي په مشرۍ د ایران د اقتصادي چارو لوړ رتبه مامورینو سره وګوري. د ایران او برتانیې تر منځ اړیکې د څلورو کالو را پدېخوا چې په ایران کې د برتانیې سفارت تړل شوی، خرابې شوې دي. د یادونې وړ ده چې د برتانیې سفارت د تهران په خیابان فردوسي کې د یو شمېر ایرانیانو لخوا د برید په پایله کې تاواني او بیا وروسته وتړل شو.   اوس چې د ایران او ۶+۱ هېوادونو ترمنځ په اتومي پروګرام موافقه شوې ده، د ایران او برتانیې اړیکې بیا له سره د ښه والي په مخ روانې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close