برتانیه کې څلور زره کسان په لارو کوڅو کې شپې تیروي

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۸) زرغون خوږیاڼی

په یوې تازه سروې کې ښودل شوې چې په برتانیه کې تر څلور زرو ډیر کسان په لارو کوڅو کې شپې ورځې تیروي.

د کرایسېس مرستندویه ادارې په یوه سروې کې ښودلې چې په برتانیه کې تر ۴۰۰۰ ډير کسان په لارو کوڅو د بې کورۍ شپې سبا کوي، دوی وايي پر بې کورو خلکو باندې د نورو وګړو لخوا تل بریدونه کېږي او ځورول کېږي.

د د یادې ادارې راپور چې بي بي سي خپور کړی په کې ویل شوي ، په بریتانیا کې د بې کوره کسانو سروې ښيي چې د عادي ولس یا د کورنیو لرونکو خلکو پرتله هغه چې  کور نه لري او په بیدیا شپې ورځې سبا کوي ښايي ۱۷ واره ډېر د جرمونو ښکار شي.

یوه بې کوره کس یادې ادارې ته ویلي، چې «پنځه کاله بې کوره و، کله چې پرې بې دلیله برید وشو په اورګاډو کې به اوده کیدو، دا ځای خوندي او تود دی.»

بې کوره کسانو ویلي، چې دوی وهل ټکول کیږي، ناوړه چلند ورسره کیږي او ځورول کیږي.

د پولیسو یو بریدمل د بې کوره کسانو په اړه د یوې ډلې سره کار کوي وايي، مونږ ډير داسې بې کوره کسان وموندل چې په لارو کوڅو کې په اوده کیدو شرمیږي شي او که څو ک یې وځوروي لا نور هم ناهیلي شي.

دوی له دغه ډول بې کوره کسانو غواړي له جرمي پیښو یې په وخت خبر کړي. همدارنګه بې کوره میرمنې بیا د جنسي تیري له زورونې سره مخ دي، دوی وايي هرکله پرې د جنسي تیري برید کیدلی شي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close