بروکسل غونډه کې نن د افغانستان د امنيت په اړه بحث کېږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ليندۍ ۱۷) الماس خدرخېل

په بلجيم هېواد کې د بروکسل غونډې دوهمه ورځ د افغانستان د امنيت په اړه ځانګړې شوې او په دې اړه بحث کوي.

دغه غونډه، چې د ناټو په مرکز کې ترسره کېږي، د ناټو غړيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيران او د هغو هېوادونو لوړ رتبه چارواکي پکې ونډه لري، چې په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې پوځيان لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کيري او د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، چې دوی به د افغانستان له بهرنيو چارو وزير صلاح الدين رباني سره هم ځانګړې ناسته ولري.

جان کيري تېر ماښام رسنيو ته وويل: ((د ناټو غړي او شریکان به یې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني سره هم غونډه وکړي دوی به د غوڅ ملاتړ د ماموریت د پرمختګ پر لارو چارو خبرې وکړي او د دې پر اړتیا به وغږېږي چې د اوږدمهال په مخه پر افغان امنیتي ځواکونو پانګونه، په یوه داسې چاپیریال کې زیاته کړي چې لا هم کړکېچن او بې ثباته دی)).

سټولټنبرګ وويل، چې په نننۍ غونډه کې به ناټو او شریکان یې له افغانستان سره د ناټوغړيو هېوادونو ژمنې تازه کړي.

د ناټو مشرانو د جولای په اتمه  او نهمه په وارسا کې ژمنه کړې وه، چې د غوڅ ملاتړ ماموریت به تر ۲۰۱۶ کال وروسته ادامه پیدا کړي.

له افغان ځواکونو سره به د ۲۰۲۰میلادي کال تر پایه مرستې وکړي او د افغانستان له حکومت سره به اوږدمهاله مشارکت ولري.

په داسې حال کې د ناټو غړيو هېوادونو غونډه ترسره کېږي، چې په تېر اوړي کې د يو شمير ولايتونو د مرکزونو په ګډون طالبانو وکولی شول چې ځينې ولسوالۍ له ګډ حکومت نه ونيسي او په روان ژمي کې هم د افغانستان زیاتره سيمې د طالب وسلوالو تر سخت تهديد لاندې دي او جګړه لا پسې تودېږي.

خو د ناټو عمومي منشي بيا وايي، که په دغه هېواد کې شخړې دوام وکړي، ناټو به افغانستان یوازې پرې نه ‎ږدي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close