بروکسل مظاهره کوونکي: د ټرمپ جګړييزه پاليسي د منلو نه ده، مونږ سوله غواړو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۷) تېره ورځ په بروکسل کې د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو غونډې له ناستې مخکې سلګونه کسانو د ټرمپ د جګړييزې پاليسۍ پرضد مظاهره وکړه او غوښتنه يې کوله چې مونږ جګړه نه خوښوو سوله غواړو.

د بلجيم پوليسو وايي، په دغه مظاهره کې له څوارلس سوو زياتو کسانو ګډون کړی و چې ډيری يې د بلجيم خلک، د بشري حقونو، د نړيوالې سولې او د چاپيريال ساتنې استازي و.

ټاکل شوې، د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو غونډه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم برخه واخلي.

دغه ګونډه د راتلونکې چهارشنبې او پنج شنبې په ورځ په بلجيم کېږي.

د سولې د نړيوالې شورا يوه غړي پاولا رسنيو ته وويل: د دې لپاره يې مظاهره کړې چې ټرمپ بروکسل ته ور روان دی او دوی يې له بهرني سياست سره موافق نه دي زياتوي چې “مونږ سوله غواړو، جنګ نه غواړو” او د بلجيم خلک دې هم د ټرمپ جګړييزه تګلاره نه تعقيبوي.

په وروستيو کې د ټرمپ حکومت د ناټو غړو يو شمير هېوادونو ته ويلي، چې پر خپلو پوځونو مصرف زيات کړي ترڅو يې پر امريکا د لګښت زور يو څه کم شوی وي.

دغه راز د ناټو غړو هېوادونو څخه غوښتل شوي چې د افغانستان جګړې ته اضافي ځواکونه واستوي.

ټاکل شوې په بروکسل کې د ناټو په غونډه کې ولسشمر غني او اجرائيه رئيس ډاکټر عبدالله هم ګډون وکړي.

د اجرائيه رياست وياند مجيب رحيمي وايي، د ناټو غونډه کې به له افغانستان څخه د اوږدمهاله سياسي همکارۍ او ملاتړ بحث سربيره د ناټو غړو هېوادونو د پوځونو پر پاتې کېدو هم بحث وشي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close