بریښنایي تذکرو ته د مینوالو او مخالفینو غبرګونونه

پدارم همداراز خبرداری ورکړی چې که حکومت یې خبرو ته توجه ونه کړه دوی به د افغانستان له نوم څخه هم انکار وکړي او د خراسان په ګډون به په ګڼو انتخابونو غور وکړي.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غویی ۱۳)

راپور تاژ: فرید افغان

له ډیرو جنجالونو، چنو وهلو او مخالفتونو وروسته نن د ملي یووالي د حکومت مشر اشرف غني رسماً د بریښنایي پیژندپاڼو د ویش لړۍ پیل کړه او د خپلې پیژندپاڼې په اخیستلو یې د دې بهیر پرانیسته وکړه.

جمهور رئیس غني هیوادوال د پیژندپاڼو اخیستلو ته راوبلل او د هغو اخیستل یې د روانو خونړیو پیښو په مخنیوي کې اغیزناک اقدام وباله چې د ده په وینا، په دې سره به وسلوال مخالفین د جعلي پیژندپاڼو له لارې د بریدنو جسارت نه شي کولی او ژر به پیژندل کیږي.

نوموړي د افغان کلمې ته په اشارې سره چې د پخوانۍ نظار شورا ځینې غړي یې نه مني، وویل؛ “شهید مسعود د افغان پرکلمې افتخار کاوو او ځان یې تل افغان باله“

د غني د تذکرې تر اخیستلو وروسته د هغه واک شریکي رقیب داکټر عبدالله توند غبرګون وښوده او د دې پروسې سره یې کاملاً پریکون اعلان کړ.
ډاکټر عبدالله په یوه وربلل شوي خبري کنفرانس کې دا یوه ناکامه پروژه وبلله او په خبره یې چې نور مسایل ډیر دي چې حکومت ورته پاملرنه وکړي او دا یې د ارګ یوه غولوونکې هڅه وبلله.

تر عبدالله وروسته د مخالفتونو او هرکلیو لړۍ په خوځښت سره پیل شوه.

له اجراييه ريس عبدالله عبدالله وروسته ،عطامحمد نور ، احمدضيا مسعود او اديب فهيم د خپلو رسمي فيسبوک پاڼو له لارې د نويو تذکرو د ويش مخالفت و کړ ، او د تذکرو د ویش د پیل لړۍ یې د هيواد او ملي يووالي پر ضد ګام بللی.
دوی ویلي چې جنجالي بریښنایي تذکرې به هیواد لوی بحران ته سوق کړي.

بل پلو د ولسي جرګې غړي او د ملي کنګرې ګوند مشر لطیف پدرام د تذکرو پر ویش تر ټولو توند غبرګون ښودلی او ګواښ یې کړی چې که حکومت خپل کار ته همداسې ادامه ورکړي له سخت قوي غبرګون سره به مخ شي.
پدرام ویلي، که د تذکرو ویش ادامه پیدا کړي؛ له مسالمت آمیزو او قهر آمیزو ابزارونو څخه به کار واخلو.

نوموړي وایي، حکومت د افغانستان له خلکو سره جنګ اعلان کړی، د ولسي جرګې پریکړه یې نه ده منلې او په خبره یې چې موږ به د دې غیرقانوني حکومت پرضد په ټول توان سره ودریږو.
پدارم همداراز خبرداری ورکړی چې که حکومت یې خبرو ته توجه ونه کړه دوی به د افغانستان له نوم څخه هم انکار وکړي او د خراسان په ګډون به په ګڼو انتخابونو غور وکړي.

بلخوا په ټولنيزو رسنيو کې ګڼو سیاسي مشرانو د ولسمشر د نني ګام هرکلی کړی او د نويو تذکرو د ويش پيل يې د هيواد په خير بللی دی.

د پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند لیکلي

“د نویو تذکرو له وېش سره دې یوځای د مهاجرت کارتونو وېش ته هم زمینه برابره شي. هغوی چې افغانان نه دې، د مهاجرت رنګه کارتونه دې واخلئ“

نوموړی وایي؛ د افغانیت په ملاتړ له ټولو هغو مېړنو نړۍ مننه چې ددې مبارزې هر غږ یې را غبرګ کړ، نه یوازې په ګران وطن کې، بلکې د نړۍ په ګوټ، ګوټ کې له خپل ملي هویت څخه ملاتړ وکړ.

د سیاسي چارو کار پوه انجینیر نظر محمد مطمئن لیکلي؛

“د برېښنایې تذکرو اخیستل او تر لاسه کوله، د افغان ولس خپل حق دی، هیڅوک دي یې پر موږ د ویشلو له امله احسان نه کوي.“

نوموړي د افغان کلمې پرضد راپاریدلو عناصرو ته په اشارې سره ویلي؛

“ کمپيوټري/ بریښنایې پاسپورټ اخلم، خو برېښنایې تذکره نه اخلم
عجیب منطق دی پاسپورټ لومړیتوب خو تذکره ورستی توب ،عجیب منطق دی د زورورو“

پوهاند اسماعیل یون هم د تذکرو د ویش مبارکي ټولو افغانانو ته ورکړې او دا یې د متعهدو ځوانانو د زیار نتیجه بللې.
په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر ملا عبدالسلام ضعیف هم د دې کار هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې

“‏برښنايي پيژندپاڼه ورکول ښه لړۍ ده چې پيل سوه په اتمام سره به يي هم دهويت پيژندنه اسانه سي اوهم به په اوتوماتيک ډول دهيواد سرشميرنه کره کړي،داچې دجعل اوتزويرمخه ډب کولای سي دانوبېا ډيرو امينو لاسونو ته اړتيالري،دښه برياپه هيله“

سیاسي کارپوهان وایي، هغه څوک چې د یادو تذکرو په یوه بله پلمه مخالفت کوي هغوی خامخا د سیمې د هیوادونو په اشاره د دې ملي پروسې په مخ کې د خنډونو د ایجاد هڅه کوي تر څو افغانان تل په انزوا کې وساتي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close