برېښنا شرکت: بغلان کې د وېجاړې شوې پایې د ترمیم چارې به نن پیل شي

کابل ټکی کام ۰۸سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د افغانستان د برېښنا شرکت ادارې ویاند وحیدالله توحیدي رسنیو ته وویل چې په بغلان ولایت کې د وېجاړې شوې پايې د ترمیم چارې به نن پیل شي، او پلازمېنه کابل ته به په نوبتي ډول په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۴ تر ۵ ساعتونو برېښنا ورکړل شي.
د یادولو ده چې له تېرو دوو ورځو را هیسې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو تر منځ جګړه ونښته چې امنیتي ځواکونو د تلفاتو په لیدلو سره وتښتېدل او د ثقیله مرمیو په وسیله یې له ازبکستان څخه تر کابله پورې د برېښنا غزېدلی تار یې پرې کړو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close