بشارالاسد به د ډاکټرنجیب په برخلیک اخته کیږي!

ډاکټر آصف

لکه څنګه چې روسانو له نجیب نه په اخره کې لاس واخیست او هغه یې خپل مجهول مصیر ته یواځې پریښود. په ۱۹۹۲میلادي کې مجاهدین کابل ته ننوتل کابل یې ونیو د نجیب حکومت نسکور شو خو د مجاهدینو لخوا کمونستانو ته عمومي عفوه اعلان شوه، نجیب د ملګروملتونو دفتر ته پناه یوړه، خو کله چې د حزب اوجمعیت او نورو ډلو ترمنځ وسله والې نښتې پیل شوي درې کاله نجیب  د ملګروملتونو په دفتر کې د پناه اخستنې په حال کې پاتې شو خو په دغه دریو کلونو کې روسانو د هغه د خلاصون لپاره هیڅ ډول دیپلوماتیکه یا حتی عسکري هڅه ونکړه اګر چې ځیني ډلې لکه دوستم او ستر ستر کمونست جنرالان او نور لا هم له روسانو سره په اړیکه کې ول او د قدرت څښتنان هم وو، اوس پوښتنه داده چې نجیب به د دغه بند پرمهال له ځانه سره څه تصور کاوه چې ولې روسانو له هغه نه لاس واخیست؟ په داسي حال کې چې د روسانو لپاره یې ډیرافغانان په شهادت رسولي وو، د نجیب بد مرګ باید ټولو هغه کسانو ته د عبرت یو درس وي چې غواړي پر بهرنیو او یا یرغلګرو اعتماد وکړي پردي تل تر هغه وخت له یوچاسره مرسته کوي چې د هغوی مصلحت یې ایجابوي خو چې کله مصلحت ختم شي بیا هغوی خپل ملګري هم په یوه نامعلوم او خطرناک برخلیک کې یواځې پریږدي، شاید نجیب د ژوند په وروستیو کې سخت پښیمانه و خو اوبه له ورخه تیرې وې چې هیڅ ګټه یې ورته ونشوای رسوله.

اوس د ترکیې سفاک مشر بشارالاسد هم په همدغه لاره روان دی او هلته ه به ماغزه کار وکړي چې خبره له خبرې تیره او د قذافي او نجیب په بد برخلیک اخته شي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close