بشري حقونه: اسټراليايي عسکرو د افغان ملکيانو په وژلو کې سيالي کوله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳۱) په افغانستان کې د بشر د حقوقو د څار ډلې یو څیړونکی پیټریکیا ګروسمن، په یوه مقاله کې لیکلي چې د آسترالیا ځانګړو ځواکونو په افغانستان کې داسې جنايتونه ترسره کړي ګنې دوی له قانوني مصونيت نه بري دي.

ګروسمن ليکي: اسټراليايي عسکرو په روزګان ولايت کې د افغان ملکيانو په وژلو کې سیالي کوله او د”خپلې وړتيا د ثابتولو لپاره” د هغوی په وژلو له يو بله مخکې کېدل.

لیکوال زياتوي، دغه کسان چې اسټراليايي عسکرو وژلي دښمنان نه بلکې “سپينګيري ملکي افغانان و چې د اوړو اخيستلو لپاره په لاره روان و” .

د بشري حقونو د څار ډله وايي، د اسټراليا د لوړپوړي ځانګړي هوايي خدماتو عسکرو لومړی يو مشر بې وسلې ملکي کس په ګوليو وويشت او يو بل عسکر بيا يو بل ملکي افغان له ګړنګه ګذار کړ او بيا يې پرې ډزې وکړې.

د بشري حقونو د څار ډلې وايي، د جنوبي ويلز قاضي پاول بيريتان د دغه جنايتونو څېړنه پيل کړې او په مقاله کې غوښتنه شوې چې په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په قضيو کې دې عدالت وکړای شي.

هغه عسکر چې د يادې پېښې عيني شاهدان دي وايي، چې د اسټراليا د ځانګړو ځواکونو عسکرو تر منځ دا يوه سيالي وه او د بشري حقونو ډلې له حکومته غوښتي چې د شاهدۍ ورکوونکو عسکرو د خونديتوب ډاډ دې ورکړل شي او د جنایت کوونکو عسکرو سره دې قانوني چلند وشي.

د فيرفيکس په يوه راپور کې راغلي، د اسټراليا ځانګړو هوايي ځواکونو په افغانستان کې د ۲۰۰۶تر ۲۰۱۳م کال پورې په پرلپسې توګه دغه ډول جنايتونه ترسره کړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close