بشري حقونه: افغانستان کې د بنديانو له حقونو سرغړونه کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۷)

د افغانستان د بشري حقونو کمېسيون ویاند بلال صديقي وايي، د افغانستان په زندانونو کې لا هم د بنديانو له حقونو سرغړونې روانې دي.

د صديقي په وينا، د افغانستان زندانونو کې وضعيت لا هم د قناعت وړ نه دی او په ځانګړي ډول د پلچرخي زندان دی چې د بنديانو له حقونو پکې په تکرار سرغړونې کيږي زياتوي: ” هغوی ته لازم روغتياي خدمتونه نه ورکول کېږي، خوراک کې يې ستونزې او د هغوی د برخليک نه معلومول عمده مشکل دی” چې بنديان ورسره لاس او ګريوان دي.

نوموړی وايي، د تيرې پنچشنبې په ورځ په پلچرخي زندان کې له بنديانو سره فزيکي چلند اندېښمن کړي په خبره يې د قانون خلاف عمل شوی او د بنديانو حقوقو ته پاملرنه نه ده شوې.

صديقي وايي، د يادو ستونزو سربيره په زندانونو کې د ډيرو کسانو ساتل، د معياري تعميرونو نه شتون او په دغه برخه کې فساد هغه څه دي چې ندانيان ورسره مخ دي.

د بشر حقونو کميسیون وايي، د پلچرخي زندان د پنځه زره زندانیانو د ساتلو لپاره جوړ شوی خو اوس مهال په دغه زندان کې نږدې يوولس زره پنځه سوه بنديان ساتل کيږي چې دې کار بنديانو ته لوی سردردی جوړ کړی دی.

د تيرې پنج شنبې په ورځ د پلچرخي زندان څخه له سلو زيات زندانيان د حکومت د وسله وال ځواک په زور ولچک او بګرام زندان ته وليږل شول چې د کورنيو چارو وزارت په وينا دغه کسان مهم بنديان و او د وسله والو ډلو سره يې اړیکې لرلې ځکه يې بګرام ته لېږلي څو يې هلته کلکه ساتنه وشي.

په عين حال کې د ولسي جرګې د بشري حقونو کمېسيون مرستياله مسعوده کروخي هم وايي، چې پلچرخي زندان کې د بشري حقونو په نوم هيڅ نشته زياتوي په وروستيو کې اتيا سلنه صعب العلاج بنديان د ناروغيو له کبله مړه شوي دي.

په پلچرخي زندان کې تر دې مخکې هم د زندان د ساتونکو او زندانیانو تر منځ شخړې شوي چې د عسکرو د ډزو په پایله کې څو تنو زندانيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

بايد وويل شي، د پلچرخي زندانیانو څو ځلې د بېلابېلو ستونزو له کبله چې مهمې يې (د بخښنې په فرمانونو کې د شفافیت نه شتون، روغتيايي اسانتياوې نه برابرول، د کبرسن بنديانو او نورو ډيری بنديانو د برخليک نه معلوميدل) هغه څه دي چې زندانيانو ډير کله اعتصابونه کړي، خپلې خولې يې ګنډلي خو د مسوولينو له خوا ورته هيڅ پاملرنه نه ده شوې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close