بشري حقونه: ناټو دې د غيرقانوني هوايي بريدونو سمې پلټنې وکړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۹) د بشري حقونو د څار ډلې په تازه خپاره کړي راپور کې راغلي، چې ناټو په افغانستان کې د ملکي خلکو په بشپړو پلټنو کې پاتې راغلې غوښتنه يې کړې چې په افغانستان کې دې د غيرقانوني هوايي بريدونو په اړه سمې پلټنې وکړي.

بشري حقونو اداره وايي، ناټو دې په بروکسل کې د جولای د لسمې او يوولسمې غونډې پر مهال د هغو هوايي بريدونو په اړه د تحقيقاتو غوښتنه وکړي چې ملکيان پکې وژل کېږي او يا مخکې وژل شوي دي.

د بشري حقونو د څاره ډلې ويلي، د ناټو غړي هېوادونه دې په افغان حکومت زور راوړي په خپلو عسکرو له جنګ قوانينو نه د سرغړونو په اړه عملي ګام واخلي او د ملکي خلکو پر وژنه تورن کسان محاکمه کړي.

دغه راز يادې ادارې پر ملي يووالي حکومت تور پورې کړی چې د ملکي خلکو د تلفاتو معلومولو په اړه يې امکانات نه دي برابر کړي زياتوي د حکومت ترڅنګ ناټو هم د ملکي تلفاتو په اړه سم معلومات او بشپړې پلټنې نه دي کړي لکه: د پېښې ځای ته د پلاوي لېږل، عيني شاهدانو سره خبرې او د قربانيانو اسنادو ته لاسرسی هغه څه دي چې دوی يې بايد په اړه اقدام وکړي.

راپور کې راغلي، په هوايي بريدونو کې د وژل شويو ملکيانو په اړه امريکايان ډير کمې پلټنې کوي او د قربانيانو په اړه پوره معلومات نه ترلاسه کوي.

د بشري حقونو ډله وايي، د جګړې ښکېلې غاړې مکلفې دي چې د ملکيانو خونديتوب ته پاملرنه وکړي.

په وروستيو کې د بهرنيو او افغان ځواکونو په هوايي بريدونو او شپنیو چاپو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې چې ډير کله په عملياتو کې ملکي وګړي په نښه کېږي خو افغان او بهرني ځواکونه يې وسله وال بولي.

څو مياشتې مخکې په کندوز کې د دستاربندۍ په يوې غونډې هوايي بريد ترسره شو چې یوناما په خپل راپور کې ويلي و، په دغه بريد کې دېرش ماشومان وژل شوي او لسګونه نور ټپيان دي خو د افغانستان د دفاع وزارت په پېښه کې وژل شوي ټول وسله وال یادول.

که څه هم په افغانستان کې د بهرنيو او افغان ځواکونو د هوايي بريدونو سربيره په شپنيو چاپو او چاڼيزو عملياتو کې هم ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوړي چې ډيری د بشري حقونو ډلې يې په اړه معلومات خپروي، خو وروستي راپورونه ښيي چې د ملکيانو د تلفاتو په اړه يادې ډلې د پېښو له ځايونو کره معلومات نه ترلاسه کوي او يواځې د دولت د امنيتي سرچينو او چارواکو د خولې معلومات خپروي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close