بغداد کې چاودنو ۱۲ تنه وژلي او ۳۰ نور ژوبل دي

کابل ټکی کام ۱۳سنبله/۱۳۹۴

راپور: قدرت الله حسین

د عراق په پلازمېنه بغداد کې د تېرو ورځو چاودنو لږ تر لږه ۱۲ تنه وژلي دي او له ۳۰ ډېر نور ژوبل دي.

يادې چاودنې په تجارتي او د هستوګنې پر ودانيو شوې دي.

رويټرز خبري اژانس د عراقي روغتيايي او امنيتي سرچينو په حواله ویلي دي، چې ۳ تنه د ښار ختيځ لور ته په الأمين نومې سيمه کې په يوه چاودنه کې وژل شوي دي او لس نور ژوبل دي.

دوه نور کسان د بغداد جنوب لور ته په الزعفرانية کلي کې وژل شوي دي او ۷ تنه ټپيان دي.

سرچينو زياته کړې ده، چې دوه تنه نور د بغداد شمال لور ته په الصليخ کلي کې او درې نور د سبزي په يوه بازار کې وژل شوي او ۸ نور ټپيان دي.

دوه کسان نور د بغداد جنوب لور ته په الدورة کلي کې په يوه بريد کې وژل شوي او ۸ تنه ټپيان دي.

د يادو ټولو چاودنو او بريدونو پړه تر دې دمه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې.

بل لور ته د بغداد ختيځ لور ته ۶۵ کلومتره لرې بعقوبه ښار ته نږدې د عراقي پوځ جنرال په ډزو وژل شوی دی، چې د کورنۍ په وينا يې تر شا يې څه سياسي انګېزه شته.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close