بغلان: امنیتي ځواکونو په ګڼو ښوونځیو کې پوستې جوړې کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۷)

د بغلان ولایت ځایي خلک او د معارف ریاست مسؤلین وایي، چې په یاد ولایت کې امنیتي ځواکونو په ګڼو ښوونځیو کې دفاعي پوستې جوړې کړې ، چې له امله یې زرګونه زدکونکي له زدکړو بې برخې شوي.

د یاد ولایت د مرکزي بغلان ولسوالۍ خلک وایي چې افغان ځواکونو دوه میاشتې وړاندې د کهنه قلعه په سیمه کې عملیات کړي چې تر عملیاتو را وروسته یې ښوونځی د زدکونکو پرمخ تړلی او دوی په کې لویه نظامي پوسته جوړه کړې.

د یادې سیمې یوه اوسیدونکي پژواک ته ویلي “ زموږ د کلي په ښوونځي کې له زرو ډېر زده کوونکي چې ۶۰۰ یې نجونې دي په زده کړو بوخت و، خو سږکال ځکه له درسونو پاتې دي چې له ښوونځي یې د افغان ځواکونو نظامي اډه جوړه شوې ده“
خلک وایي، په دې تړاو یې په ځلونو د پوهنې ریاست او ولایت مقام ته شکایتونه کړي خو کوم مثبت ځواب یې نه دی ترلاسه کړی.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د پوهنې ریاست هم داستونزه مني او زیاتوي چې افغان ځواکونو لسګونو ښوونځيو کې نظامي مرکزونه جوړ کړي، د بغلان د معارف ریاست د تفتیش څانګې مامور عجب ګل وایي، د ملي اردو او پولیسو ځواکونو د مرکز پلخمري اړوند ګرګرک، چشمه شېر، یارمحمد خروټي او باغ شمال سیمو ښوونځیو کې په پراخه کچه پوستې جوړې کړې.
د بغلان د پوهنې رئیسه لیلما فقیري هم داستونزه مني او زیاتوي چې په دې تړاو یې اړوندو چارواکوشکایت کړی دی.

په همهاله توګه د یاد ولایت د امنیه قوماندان مل پاسوال اکرام الدین سریع د یادې ستونزې پخلی کوي خو وایي چې دا کار یې د اوږدې مودې لپاره نه دی کړی ( مرکزي حکومت د پوستې جوړولو بودیجه نه راکوله نو اړشو چې د ۲۰ ورځو لپاره ښوونځی اشغال کړو؛ اوس مو د ښوونځي انګړ پرېیښى دى او ترڅنګ مو پوسته جوړه کړې ده“

باید وویل شي چې داستونزه نه یواځې په بغلان بلکې په هلمند، فراه، اروزګان او ګڼ شمیر نورو هغو ولایتونو کې چې طالبان په کې پراخ حضور لري شتون لري چې امنیتي ځواکونو یې ګڼ شمیر ښوونځيو کې پوستې جوړې کړې.

خلک وایي، افغان ځواکونه که کوم ښوونځی نه وي اشغال کړی نو ترڅنګ یې هم پوستې جوړې کړې، چې دا خپله يوه وېره ده  چې له امله یې څوک خپل بچيان هم مکتب ته نه لېږي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close