بغلان: بريښنا شرکت نه دی توانيدلی چې کابل ته وارداتي بريښنا وتړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۶) د افغانستان د بريښنا شرکت مسئولين وايي، لا هم نه دي توانيدلي چې په بغلان ولايت کې د وارداتي بريښنا مزي وتړي.

د بريښنا شرکت وياند وحيدالله توحيدي وايي، په سيمه کې نا امني ده او دوی ته د بريښنا مزو د بيا تړلو اجازه نه ده ورکړل شوې.

د توحيدي په خبره، د تخنيکي ډلې هڅې روانې کړي څو د سپينګيرو په مرسته سيمې ته ولاړ شي او د بريښنا مزو د بيا رغولو چارې پيل کړي.

هغه وايي، تر اوسه کومې نتيجې ته نه دي رسېدلي خو هڅه کوي لومړی په موقت ډول بريښنا وتړل شي او وروسته به په اساسي توګه د بريښنا ستنو بيارغونه ترسره کېږي.

د توحيدي په وينا، په موقت ډول د بریښنا د مزو نښلول ساعتونه وخت نيسي خو د نا امنيو له کبله نه دي توانېدلي چې  مزې يې وتړي.

وړمه شپه د بغلان ولايت په دوشي ولسوالۍ کې وسله والو د بريښنا ستنې والوزولې او له تاجکستان څخه وارداتي بريښنا مزي يې پرې کړل چې ورسره پر کابل، پروان، کاپيسا، لوګر میدان وردګ او يو شمير نورو ولايتونو وارداتي بريښنا بنده شوه.

تر دې مخکې هم طالبانو په بغلان کې د وارداتي بريښنا مزي پرې کړي و او د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يې غوښتنه کړې وه چې تر هغې پورې په کوندوز او بغلان ولايتونو کې د بريښنا او يو شمير نورو پيل کړيو پروژو په اړه د دوی غوښتنې ونه منل شي پر کابل به هم بريښنا بنده وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close