بغلان: ترافيکي پېښې شپږويشت کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۶) بغلان ولايت کې د يوې ترافيکې پېښې له کبله شپږويشت کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

ځايي چارواکي وايي، پېښه پرون ماذيګر ناوخته د دوشي- پلخمري په لويه لاره د کرولا او فلانکوچ موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

ويل کېږي، پېښه کې څلور تنه مړه شوي او دوه ويشت تنه نور ټپيان دي چې ټول د يوې کورنۍ غړي دي.

د پېښې قربانيان د سيمې نږدې روغتون ته د تداوۍ لپاره وړل شوي روغتيايي مسئولين وايي د ټپيانو  روغتيايي حالت ښه دی.

پېښه د موټرچلوونکو د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

په هېواد کې ډير کله د سړکونو د خرابوالي او د نامسلکي موټرچلوونکو د بې احتياطۍ له کبله ترافيکي پېښې کېږي چې له کبله يې لسګونه کسان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close