بغلان: د جګړې له امله د کابل- مزارشريف لاره تړل شوې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۵)

له تېرې شپې راهيسې د بغلان ولايت په مربوطاتو کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ جګړه روانه ده چې لا هم دوام لري.

سيمه ييز امنيتي مسوولین وايي، جګړه د دوشي ولسوالۍ په کيله ګي سيمه کې پيل شوې چې له کبله يې د کابل- مزارشريف لاره هم تړل شوې ده.

چارواکي دغه نښتې تاييدي خو د اوښتو تلفاتو په اړه يې معلومات نه دي ورکړي.

تر اوسه طالبانود يادې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.

تېره ورځ هم طالبانو د مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د اردو دوه پوځي مرکزونه نيولي و چې پر مهال يې د چارواکو په وينا پنځه څلوېښت عسکر وژل شوي او لسګونه نور ټپيان و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close