بغلان: د ښکېلو غاړو تر منځ جګړه کې شل دوکانونه سوځېدلي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۴)

د بغلان ولايت په بُرکه ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ په نښتو کې ښکېلو خواوو ته د مرګ ژوبلې اوښتو تر څنګ د دغه ولسوال د بازار دوکانونه هم سوځېدلي دي.

د بغلان د بُرکې ولسوالۍ ښاروال حاجي ګل اغا وايي، د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښتو کې شل دوکانونه په بشپړه توګه سوځېدلي زياتوي له تيرو دوو ورځو راهيسې د ښکېلو غاړو تر منځ نښتې روانې دي.

سيمه ييزې دولتي سرچينې وايي، د يادې ولسوالۍ شاوخوا امنيتي پوستې طالبانو نيولي او يواځې د ولسوالۍ ودانۍ او امنيه قومندانۍ کې دولتي ځواکونه دي چې لا هم جګړه روانه ده.

خو د ولايتي شورا غړی محمد حنيف کوه ګدای وايي دغه دوکانونه د ښکېلو غاړو د جګړو په ترڅ کې سوځېدلي دي.

دغه راز محمد حنيف زیاتوي، تيره شپه طالبانو د برکې ولسوالۍ د”فلول” په نوم په هغه سيمه بريد کړی چې پنځه زره کورنۍ پکې ميشتې دي او بغير له څه مقاومته طالبانو نيولې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، تيره شپه يې د فلول سيمې بازار او درې پوستې نيولي (دښمن د تلفاتو په ليدلو سره) تښتيدلی، وسلې او مهمات يې د طالبانو لاسته لويدلي او اوس په یاده سيمه کې عمليات روان دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close