بغلان: طالبانو د انتخاباتي مرکزونو اويا کارمندان له ځان سره وړي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۲۸)

د ورکړل شويو راپورونو پر اساس طالبانو د نورو ولايتونو په څير په بغلان ولايت کې هم پر انتخاباتي مرکزونو بريدونه کړي چې په ترڅ کې يې د انتخاباتو کمېسيون اويا کارمندان نیول شوي او طالبانو له ځان وړي دي.

طالبانو نن سهار د ټاکنو پروسې له پيل سره د بغلان په مرکز پلخمري ښار، بغلان مرکزي ولسوالۍ، برکه، تاله برفک، دوشي ولسواليو سربيره په ټول بغلان کې انتخاباتي مرکزونه د خپلو بريدونو هدف ګرځولي دي.

ځايي سرچينې وايي، چې طالبانو د بغلان- کابل، بغلان- کندوز او بغلان بلخ لويو لارو ته راوتلي او د هرډول ترافیکو پر مخ يې تړلي دي.

طالب وياند ذبیح مجاهد وايي، چې د بغلان ولایت په برکه ولسوالۍ کې د تش په نامه انتخاباتو پنځه مرکزونه چپاو، مرکز برکه ، سای هزاره او کل په نومونو حوزې په بشپړه توګه خنثی شوې .

د مجاهد په وينا، د یادو مرکزونو ۷۰ تنه کارکونکي د مجاهدینو له لوري اسیران شول او خوندي سیمو ته نقل شول .

دغه راز د دغه ولايت په ډيری انتخاباتي سايټونه طالبانو بريدونه کړي چې ډيری کارمندانو يې سيمه خوشې کړې او د هغوی وسایل د طالبانو له لوري تخريب شوي دي.

همدرانګه طالبانو د پلخمري په باغ شمال سيمه کې دوه پوستې نيولي او د کابل- مزار عممومي لاره يې هم تړلې ده.

طالبانو پارلماني ټاکنې د امریکا جعلي پروسه بللې او تر دې مخکې يې له هېوادوالو په ټينګار سره غوښتنه وکړه چې په ټاکنو کې ګډون ونه کړي ترڅو د طالبانو د بريدونو هدف ونه ګرځي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close