بغلان: يو تن د خپلې کورنۍ ټول غړي وژلي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وری ۲۷) د بغلان ولايتي چارواکي وايي، د دغې ولايت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې يو تن د خپلې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي.

پېښه تېره شپه په مرکزي بغلان ولسوالۍ په اقامت ګاه سيمه کې رامنځته شوې ده.

د بغلان د والي وياند محمود حقمل وايي، یو تن د خپلې خسر د کورنۍ پنځه تنه وژلي او وروسته يې خپل ځان هم وژلی دی.

د حقمل په خبره، د پېښې عامل خپله ښځه، خواښې او د خسر د کورنۍ دوه نورې ښځې هم وژلي دي.

نوموړی زياتوي، د پېښې اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی خو په وينا يې چې سيمې ته د جنايي پېښو پروړاندې د مبارزې ډله رسېدلې او وروسته ده.

خو طلوع نيوز ته د مرکزي بغلان ولسوالۍ يوې امنيتي سرچينې ويلي، دغه کسان د زمري په نوم د يوه کس له لوري د کورنيو مشکلاتو له کبله وژل شوي چې په وژل شويو کې يو ملمه هم شامل دی.

په وروستيو کې په پرلپسې ډول دغه ډول څو يمه پېښه ده چې ترسره کېږي، له دې څو ورځې مخکې په ننګرهار ولايت کې هم دغه ډول دوه پېښې وشوې چې يوه تن د خپلې کورنۍ څو غړي ووژل.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close