بغلان: یوه سړي د ترښځې په مټ خپله ښځه وژلې

کابل ټکی کام ۰۸سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د مرکزي بغلان امنیه قومندان سمنوال محب الله کوهستاني رسنیو ته ویلي دي چې تېره شپه د دغه ولایت په دیکه توت نومي کلي کې ساقي محمد نومي کس د ترښځې په مټ خپله مېرمن وژلې ده.
د کوهستاني له قوله چې نوموړی یې نیولی او پخپل جرم معترف شوی دی.
کوهستاني چې د پېښې په اړه یې کره مالومات درلودل، زیاته کړه چې د یاد قاتل، ورور او کلیوال د پېښې له خبرېدو وروسته د ده کور ته ورغلي دي، چې له دې وروسته ساقي محمد د خپل ورور کور ته هم اور اچولی، او په پېښه کې یو تن وژل شوی او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
کوهستاني د پېښې لامل کورنی تاوترېخوالی بولي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close