بلاغت څه ته وایی؟ 

عزیر اسدخیل

د بلاغت لغوي معنی:

بلاغت د عربي ژبې يوه کلمه او مصدر دى. ماضي يې ( بَلَغَ ) او مضارع يې ( يَبْلُغُ ) ده. لغوي معنا يې ښه والي او کره والي ته رسېدل ده، چې د ژبې په عبارت د زړه تل ته ورسېږي . بلاغت لرونکى سړى ( بليغ ) بلل کېږي . جمع يې (بُلَغَاء) ده، مؤنث يې (بَلِيْغَـةٌ) دى، جمع يې (بلاغ) او (بلائغ) ده، و ينا ته (بليغه وينا) او کلام ته (بليغ کلام) ويل کېږي .

د بلاغت اصطلاحي معنی

اصطلاح کې بلاغت هغو فصيحو خبرو ته ويل کېږي، چې د حال، مقام او موقع له مقتضا او غوښتنو سره موافق او مناسبې وي. بلاغت په کلام او متکلم کې وي .

١- په کلام کې بلاغت

په کلام کې بلاغت دې ته ويل کېږي چې :

(الف): د ژبې د قوانينو مخالفت پکې نه وي.

( ب ) : په معنی کې سختې او درندې خبرې پکې نه وي.

( ج ) : داسې خبرې پکې نه وي، چې معنی يې څرګنده نه وي او يا له مقام او حال سره مناسبې نه وي .

( د ) : پېچلې خبرې پکې نه وي .

٢- په متکلم کې بلاغت

په متکلم کې بلاغت دادى، چې داسې ځواک او ملکه ولري، چې بليغې خبرې راټولې کړي او زړه پورې تاليف او ترکيب او له خيال او مقام سره مناسب يې استعمال کړي .

له مخکنيو تعريفونو څخه څرګنده شوه، چې فصاحت له لفظ پورې اړه لري او بلاغت، لفظ او معنى دواړو پورې. د دې دواړو په منځ کې نسبت د عموم خصوص مطلق دى، نو هر بليغ فصيح دى او هر فصيح بليغ نه دى، بلکې ځينې فصيح او بليغ دواړه وي او ځينې يې فصيح وي، خو بليغ نه وي، نو د معانيو او بيان په اعتبار کلام ته فصيح او بليغ ويل کېدى شي .

په پښتنو ليکوالانو او اديبانو کې ځينو صاحبانو بديع د بلاغت يوه نوعه ګڼلې ده؛ خو دا خبر ناسمه ده. بديع يو خارجي شى دى، چې د کلام د ښکلا او ښايست پورې اړه لري او تفصيل به يې وروسته راشي .

ددې لپاره چې کلام بليغ او ښکلى شي؛ د ځانګړيو بنسټونو پېژندلو ته اړتيا ده.

موږ په دې بحث کې د پښتو ژبې معاني، بيان، او بديع څېړو. د څرګندې معنی او د تحسين د ادا علم په درې ډوله دى :

١ – د معاني علم .

٢- د بيان علم .

٣- د بديع علم .

معاني

د معاني لغوي معنی:

معاني جمع ده او مفرد يې معنی دى. په لغت کې څرګندولو، اسانولو، د يو شي انجام، اخر او مقصد ته ويل کېږي.

د معاني اصطلاحي معنی:

په اصطلاح کې معاني هغه علم دى، چې د هغه په واسطه متکلم خپله خبره په داسې انداز کې وکړي، چې کومه معنی يې مطلوبه وي؛ هغه څرګنده شي او اورېدونکى د معنی په استنباط کې خطا نه شي، بلکې له خبرې نه هماغه معنی واخلي، کومه چې د متکلم مراد وي، د بېلګې په توګه :

له ذکي، هوښيار او بيدار مخاطب سره لنډې او د مطلب خبرې په کار وي او زيات تفصيل او اوږدولو ته اړتيا نه پېښېږي؛ خو غبي او ناپوه لپاره تفصيلي او اوږدو خبرو ته اړتيا لېدل کېږي. که همداسې وشول؛ داد حال او مقام د مقتضا مطابق خبرې دي او بليغې ګڼل کېږي. که د دې خلاف وشول، نو د حال او مقام د مقتضا خلاف دي او بليغې خبرې نه ګڼل کېږي .

د کلام ډولونه:

د حکم په اعتبار کلام په دوه ډوله دى :

١- خبر .

٢- انشاء .

(١)خبر

خبر هغه کلام يا خبرو ته ويل کېږي، چې د اثبات يا نفې حکم پرې شوى وي او په يو وخت کې د ريښتيا او درواغواحتمال لري. لکه : احمد راغى، ګل نواز ناروغ دى، شين ګل نه ځي.

خبر د ډېرو غرضونو او ګټو لپاره ويل کېږي، چې سالم عقل او ذوق سره پېژندل کېږي او ځينې يې په لاندې توګه يا دوو:

١- د ناخبر خبرول. لکه : يو ناخبره شخص ته ووايې : کابل د افغانستان پلازمېنه ده .

٢- د تساهل، غفلت او سستۍ مخنيوى . کله خبر ددې لپاره وي، چې متکلم مخاطب ته دا ښايي، چې زه هم خبريم؛ خودې ته يې پام رااړوي، چې تادابې غوري ولې کړې ده، چې زه دې نه يم خبرکړی . لکه يو زوى خپل پلار ته د خپل برياليتوب حال نه وي ويلى؛ خو پلار يې له بلې ليارې خبر شوى وي او خپل زوى ته ووايي: ته بريالى شوى يې .

٣- استعطاف (د مهربانۍ غوښتنه). لکه چې يو څوک ووايي: اى ربه ! زه ستا مهربانۍ ته محتاج يم. نوالله تعالی زمونږ له اړتيا او احتياجه خبردی؛ خودلته دمهربانۍ دغوښتنې لپاره داسې ويل کېږي .

٤- هڅونه . لکه: عالم او جاهل برابر نه دي .

په دې هرڅوک پوهېږي، چې عالم اوجاهل سره برابرنه دي؛ خودلته دشاکرد اويوچا دهڅونې لپاره داسې ويل کېږی .

٥- د عاجزۍ څرګندونه. لکه : اى ربه ! زه بوډا او کمزورى يم . الله تعالی خبر دی؛ خو په دې کې د بې وسۍ څرګندونه ده .

٦- د افسوس څرګندونه . لکه : د يو سړي له تاوانه خلک خبروي؛ خو هغه وايي : ما تاوان کړى دى .

٧- د خوښۍ څرګندونه . لکه : ګرمي ولاړه، هوا ښه شوه .

٨- توبيخ او رټنه . لکه : خلک سپوږمۍ ته وختل؛ ته لا ويده يې!.

٩- د توپير څرګندونه. لکه : تور او سپين سره برابر نه دي .

١٠- وېرول. لکه : د درواغو عواقب ډېر بد دي .

١١- فخر. لکه : زه مسلمان يم، زه پښتون يم….

١٢- ستاينه. لکه : ستا ښو اخلاقو په ماډېر اغېزکړی دی .

١٣- غندنه. لکه : روسان په افغانستان باندې د يرغل له امله د لوى جرم مرتکب شوي دي . او داسې نور .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close