بلجیم کې د ناټو سرمفتش ځان وژنه کړې

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۵) زرغون خوږیاڼی

د ناټو سازمان سر مفتش«Yves Chandelon» د بلجیم په انډين ښار کې مړ موندل شوی دی. د لومړنیو معلوماتو له مخې ویل شوي، چې نوموړي په خپل موټر کې ځانوژنه کړې ده.

د «liveleak» خبري اژانس په وینا د ناټو سرمفتش د بلجیم په انډين ښار کې د خپل کار د دفتر  په ۱۴۰ کیلومترۍ  او د خپل کور کې په ۱۰۰ کیلومترۍ کې په خپل موټر کې مړ موندل شوی دی.

د بلجیم د خبري‌ رسنیو د خبر له مخې  د ناټو د سازمان  سرمفتش  په خپل  موټر کې  په سر  په مرمۍ  ویشتل شوی  دی.

ځايي رسنیو د لومړنیو معلوماتو له مخې ویلي دي، چې د ناټو سرمفتش ځانوژنه کړې ده او خپل یې ځان په سر ویشتلی دی.

د هغه کورنۍ  وايي‌ چې  دوی باور نکوي، چې  هغه  ځان وژنه کړي‌ وي.

د بلچیم ۲۴ په وینا، د ناټو سرمفتش ایز چانډيلون ۶۰ کاله عمر درلود او نوموړي درې میله  رسمي‌ توپنګچې او یو میل غیر رسمي ټوپک کارولو، خو په موټر کې د هغه  د مړي‌ ترڅنګ  یوه توفنګچه  موندل شوې ده چې هغه  پورې  اړوند نه ده.

ځايي پولیسو ویلي، چې د پيښې په اړه پلټنې روانې دي او د چانډیلون جسد د پلټنو لپاره د انډين ښار مرکزي روغتون ته د څیړنو لپاره وړل شوی، چې نوموړي په رښتیا هم ځانوژنه کړې اوکه نه.

د ناټو سرمفتش ایز چانډيلون د تروریزم سره د مبارزې او د تروریزم د تمویل پر وړاندې مبارزه کې کار کولو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close