بلخ: امو سېند ډېرې ځمکې ويجاړې کړې او خلکو ته یې زیانونه اړولي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ۴)

د بلخ د شولتیپې او کلدارو د ولسوالیو اوسیدونکي وایي، چې د آمو سیند ورڅخه سلګونه کورونه وران کړي او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه یې د ازبکستان لوري ته وړې.

د شورتیپې اوسیدونکي وایي، په تیرو دو کلونو کې د امو سیند څپو ورڅخه ۲۲۴۰ جریبه ځمکه د ازبکستان لوري ته وړې او ۵۶۰ کورونه یې ورته ویجاړ کړي.
د بلخ د ولایتي شورا رئیس افضل حديد وایي، که د امو سيند د تخريباتو مخه ونه نيول شي؛ نو راتلونکو څو کلونو کې به د شورتېپې او کلدار ولسواليو ۸۰ سلنه خاوره د ازبکستان لور ته لاړه شي.

آمو سیند

د بلخ د دريايي حوزې رييس حشمت الله پژواک ته ویلي په تېرو لسو کلونو کې شاوخوا ۵۰۰ مليونه افغانۍ د اضطراري حالاتو د کنټرول پر تحکمياتو لګول شوې دي، چې اوس يې ډېری تحکيمات اوبو ويجاړ کړي دي.

سیند

ځایي خلک وایي چې د افغانستان لور ته د اوبو د تخريب ستونزه له دې امله ډېره جدي ده چې په وينا يې ازبکستان خپل طرف ته اساسي استحکامات جوړ کړي دي.

آمو سیند

د دوی په وینا د حکومت لوی کار دا دی چې په بوريو کې شګې اچوي او د اوبو مخ ته يې ږدي؛ خو کله چې لمر تېز شي، نو بورۍ وشړيږي او په دې ډول موقتي موانع هېڅ ګټه نه لري.
ځایي مسؤل چارواکي ستونزه مني خو وایي چې په بنسټیزه توګه د دې استحکاماتو د رغولو لپاره کافي بودیجه نه لري.

 

آمو سیند

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close