بلخ او جوزجان کې ۵۹ تنه پولیس له طالبانو سره یوځای شوي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۶)

راپورونه وایي چې د بلخ ولایت په شولګره او د جوزجان په دو ولسوالیو کې لسګونه امنیتي سرتیري له طالبانو سره یوځای شوي دي.
د سرچینو له قوله په تیرو څو ورځو کې د بلخ ولایت شولګرې ولسوالۍ اړوند د “کندلي، قوچ قزیل، قاقلیسای، حلقه جر او نوقشلاق“ په نامه سیمو کې ۴۱ تنه ملی او محلي پولیس له طالبانو سره یوځای شوي.
طالبان پیښه تائیدوی او زیاتوي چې دا کسان د دوی د جلب او جذب کمیسیون په هڅو د دولتي ځواکونو له لیکو را جلا شوي دي.
په یوه بل خبر کې ویل شوي چې د جوزجان ولایت په فیض آباد او درزاب ولسوالیو کې ۱۸ تنه سیمیز پولیس طالبانو ته ورغلي .
طالبانو د یوځای شویو کسانو نومونه هم خپاره کړي او ویلي یې دي چې دا کسان د تیرو دوو اونیو په ترڅ کې د دولتي ځواکونو له لیکو را جلا شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په همهاله توګه د هیواد په ډیری سیمو کې هره ورځ ګڼ عسکر له خپلو دندو سره مخه ښه کوي او علت یې د دولتي چارواکو بې غوري او د طالبانو ځواکمنتیا ښودل کیږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close