بلخ: ترافيکې پېښه کې اووه تنه مړه شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۲۲)

امنيتي مسوولين وايي، د بلخ ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله اووه تنه مړه شوي دي.

د شولګرې ولسوالۍ د امنيې قوماندانۍ سرپرست عصمت الله وايي، پېښه نن سهار د يادې ولسوالۍ په خيراباد سيمه کې د کرولا او کاماز موټر د جنګېدو له امله رامنځته شوې ده.

د عصمت په وينا، په پېښه کې مړه شوي کسان ټول د سمنګان ولايت د دره صوف ولسوالۍ اوسېدونکي دي، غوښتل يې چې له يادې ولسوالۍ څخه مزارښار ته ولاړ شي خو په لاره کې د ترافیکي پېښې ښکار شوي دي.

د شولګرې ولسوالۍ د سيمه ييز روغتون مسوول سيد رسول وايي، د پېښې له ځايه روغتون ته د دوو مېرمنو، یو ماشوم او څلورو تنو نارينه و جسدونه ور وړل شوي دي.

په هېواد کې ډير ځله ترافیکي پېښې د سړکونو د خرابوالي او د موټروانانو د بې احتياطۍ له کبله رامځته کېږي چې ډيری کسان پکې ژوند له لاسه ورکوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close