بلخ ته د عطانور په خوښه نوی والي ټاکل شوی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۲۲ فرید افغان)

یو شمیر رسنیو د ځینو حکومتي سرچینو له قوله خبر ورکړی، چې ارګ د بلخ د والي په خوښه یاد ولایت ته نوی والي ټاکلی.

له ارګ څخه سرچینو د آوا خبري اژانس ته ویلي چې د بلخ د والي په خوښه محمد اسحاق رهګذرد بلخ د والي په حیث ټاکل شوی او ښایي د نوي کال په لومړۍ ورځ معرفي شي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ هم اجرایه رئیس داکټر عبدالله ویلي و، چې عطانور یې د ځینو امتیازاتو په بدل کې دې ته رضا کړی چې له ولایت څخه لرې شي.
د بلخ د والي او امنیې قوماندان د عطانور په خوښه، د دو وزارتونو څو سفارتونو ورکول هغه څه دي چې د کابل حکومت له دریو میاشتو مسلسلو هڅو وروسته ایله وتوانیده چې د بلخ حاکم د څوکۍ پریښودلو ته وهڅوي.
ارګ ویلي چې د جمعیت ګوند ورته د بلخ د والي په صفت د څو اشخاصو یو لیست سپارلی و چې اوس لږ تر لږه نهایي شوی او پرمختګ پکې شوی خو د جمعیت ګوند بیا وایي چې په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close