بلخ: دوو پانګوالو له سوداګرو څخه ۲۳ ميليونه ډالر په بډه وهلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۶)

د بلخ ولايت د حيرتان سوداګريز بندر کې د لسګونو سوداګرو شتمنۍ د دو پانګوالو له خوا په بډه وهل شوې.
خبر زیاتوي، شاوخوا ۲۰۰ سوداګر چې اوسمهال یې د خپل حق ترلاسه کولو په موخه اعتراضي خیمه درولې، ادعا کوي چې د دولت زاده شرکت مشر حاجي کریم ته یې شاوخوا ۲۳ میلیونه ډالر ورکړې چې اوس یې ټولې بیرته نه ورکوي.
دوی وایي، د دولت زاده ګروپ مشر حاجي کريم د دوی په پيسو له خپل شريک او د انټراسيا شرکت رييس حاجي حسن سره يو ځای د برګ سبز په نوم شرکت جوړ کړ چې وروسته ياد شرکت مالي زيان وکړ او له ماتې سره مخ شو. اوس حاجي کریم یواځې د ۴۰ سلنه پیسو ورکړې ته تیار دی خو وایي چې پاتې پیسې یې باید د الکوزي ګروپ استازی حاجي حسن ورکړي.
بلخوا بیا سوداګر وایي، چې دوی له حسن سره هیڅ کار نه لري او خپلې پیسې د دولت زاده له شرکت څخه غواړي.
حاجي حسن هم دا خبر نه مني چې ګواکې سوداګر دې له نوموړي سره شریک وي او له هغوی غواړي چې په دې برخه کې باید خپل اسناد او شواهد محکمې ته وړاندې کړي.
د بلخ چارواکي وایي، دا قضیه له نږدې څاري او مجرمین به د قانون منګولو ته راکش کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close