بلخ: د طالبانو د نفوذ ساحې په چټکۍ سره مخ پر زیاتیدو دي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۵)

د بلخ ځایي مسؤولین او سیمیز اوسیدونکي وایي، د بلخ په زیاتره ولسوالیو کې په خورا چټکۍ سره طالبان مخ پر وړاندې روان دي.
سیمیز سرچینو پژواک ته ویلي، ولسمشرغني ورسره ۱۲ وررځې وړاندې د طالبانو پر وړاندې د عملیاتو په پلان او د امنیت راوستو ژمنه کړې وه، خو نه یواځې داچې پوره نه شوه بلکې طالبانو نور پرمختګ هم وکړ.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو همدا نن د بلخ د چمتال ولسوالۍ باباخوشقار تپه سیمه کې دوه پوستې نیولې او ۱۸ امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې.
سیمیز خلک وایي، له تېرو دوه شپو راهيسې د چهاربولک ولسوالۍ د ودانۍ په يو کيلومترۍ کې د وسله والو طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده.
دوی زیاتوي، که حالت همداسې دوام وکړ د بلخ ۸۰ سلنه وګړي به په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونه کړي او ګڼې ولسوالۍ به د طالبانو لاس ته ولویږي.

بلخوا بیا د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند شیرجان درانی وایي،د ټاکنو د ترسره کیدو په موخه یې د ولید ۴۰ په نوم عملیات پر لار اچولي څو د طالبانو بریدونو مخه ونیولای شي.

خو د بلخ د ټاکنو کمېسيون رييس محمد ظاهر اکبري بیا ویلي، چې بلخ کې ۴۱ ټاکنيز مرکزونه د سقوط په حال کې دي او ۲۴ نور يې تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.

نوموړی زياتوي؛ په سقوط شويو مرکزونو کې ۱۲ مرکزونه يې هغه دي، چې په پراخه کچه خلکو په کې نوم ثبتونه کړې وو

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close