بلخ: د غير قانوني وسله والو فعاليتونو جنايي پېښې او غلاوې ډېرې کړي

د پوليسو د رينجر موټر په موجودګۍ کې وسله والو غلو له يوه کس څخه مبايل وتښتاوه په داسې حال کې چې رينجر چالان او پوليسو پر وړاندې هيڅ اقدام ونه کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۲۳) د بلخ ولايتي شورا او د دغه ولايت اوسېدونکي د نامسووله وسله والو پر زياتوالي شکايت کوي وايي، چې دغه وسله وال په جنايي پيښو غلاوو او قتلونو کې لاس لري.

د ولايتي شورا غړې لاله طلوع نيوز ته ويلي، په دغه ولايت کې د سياسي تاوتريخوالي له زياتوالي سره د غير قانوني وسله والو فعاليتونه او ګډوډۍ ډېرې شوي چې ورسره د جنايي پېښو او غلاوو کچه هم لوړه شوې ده.

هغې وويل، غير مسووله وسله وال له موټرسيکلونو څخه په غلاوو کې استفاده کوي او په رڼا ورځ خلک لوټي او مبايلونه يې ترې اخلي.

په عين حال کې د مزار ښار اوسېدونکي وايي، پوليس هم د غلو په مخنيوي کې پاتې راغلي او د هغوی پرضد هيڅ ډول اقدام نه کوي.

د دغې ښار يوه اوسېدونکي محمد فياض زياته کړه: ” د پوليسو د رينجر موټر په موجودګۍ کې وسله والو غلو له يوه کس څخه مبايل وتښتاوه په داسې حال کې چې رينجر چالان او پوليسو پر وړاندې هيڅ اقدام ونه کړ.”

اخوا د بلخ امنيه قومندان جنرال سيد کمال سادات هم د غلو شتون نه ردوي وايي، په ښار کې نامسووله وسله وال د پوليسو په نسبت دوه برابره دي، په خبره يې دغه کسان د ځينو سياسي ګوندونو، وکيلانو، سوداګرو او چارواکو پورې اړونده وسله وال دي، چې د ښار امنيت يې له ګډوډۍ سره مخ کړي دی.

د ټولو حوزو مسئولينو ته يې يوه مياشت وخت ورکړی، څو غله ونیسي او ورسره قانوني چلند وکړي، زياتوي د ناغيړۍ په صورت کې به ښايي مسئولين خپلې دندې له لاسه ورکړي.

په داسې حال کې د بلخ د امنيت د ګډوډۍ راپورونه ورکول کېږي، چې په دې وروستيو کې د دغې ولايت د ګوښه شوي والي عطامحمد نور او ولسمشر غني تر منځ د ولايت پر سر شخړې لا دوام لري.

ويل کېږي، عطامحمد نور په دغه ولايت کې خپلو پلويانو باندې وسلې ويشلي او د دولت د هر ډول نظامي حرکت پر وړاندې يې ورته د غبرګون امر کړی دی.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close