بلخ: د قومندان په شمول اووه عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، سلواغه ۲۸)

د بلخ د پوليسو وياند عادل شاه وايي، تيره شپه طالبانو په چمتال ولسوالۍ کې پر امنيتي پوسته بريد کړی چې په ترڅ کې يې د يوه قومندان په شمول اووه عسکر وژل شوي دي.

نوموړی وايي، په دغه جګړه کې دواړو خواوو ته تلفات اوښتي خو د طالبانو د تلفاتو دقيق معلومات نه لري.

د عادل په وينا، د جګړې سيمې ته کومکي ځواکونه رسېدلي او دا مهال وضعيت عادي دی.

له بله پلوه طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکلي، د يادې ولسوالۍ مربوط په سرآسياب سيمه کې پر يوه پوسته د جګړې په ترڅ کې يو ټانګ، يو رينجر ويجاړ شوي او د دوو قومندانانو (نجيب ګاو- اسد) په شمول اووه عسکر وژل شوي، درې نور ټپيان دي.

نوموړی وايي، سيمې ته په ورغلي مرسته کوونکي ځواکونو هم طالبانو حمله کړې چې په پایله کې يې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالب وياند وايي، په دغه ټوله جګړه کې د دوی دوه تنه ژوبل شوي او يو بل ټپي دی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close