بلخ: زورواکو د کوچیانو ځمکې غصب کړي دي

کابل ټکی کام (دوشنبه ۱۲ سلواغه ۱۳۹۴ل) فرید احمد
د بلخ ولایت کوچیان وایي چې سیمه ییزو زوراکانو او خپل سرو وسله والو یې په زرګونه جریبه ځمکې او څړځایونه غصب کړي دي.
کوچیان وایي، د زورواکانو له لورې یې د ځمکو او څړځایونو غصبېدل، د دوی مالدارۍ او ګڼو اقتصادي ستونزو ته زیان رسولی دی.
کوچیان وايي، «څو ځله مو دولتي ادارو ته د یادې ستونزې په اړه خبر ور کړ، خو دوی د زورواکانو پر وړاندې بې وسه ښکاري.»
د کوچیانو د دې دعوې په تائيد کې مونږ د بلخ ولایت د کوچیانو د مدیریت سره رابطه وکړه، دوی د یادې ستونزې د حل په اړه ځان بې وسه او نا توانه بولي.
د کوچیانو مدیر غلام فاروق رسنیو ته ویلي دي چې د بلخ ولایت د یو شمېر ولسوالیو ولسوالان د کوچیانو د څړ ځایونو د غصب د مخنیوي په برخه کې ور سره همکاري نه کوي.
فاروق زیاته کړه چې دوی د مګړۍ د کوچیانو د مستقل ریاست په امر د بلخ د کرنې له ریاست سره د کوچیانو د یادې ستونزې د هوارېدو په اړه کار کوي، تر څو د دوی څړ ځایونه پیدا کړي.
د یادولو ده چې د بلخ ولایت په ۹ ولسوالیو کې د کوچیانو ۲۳ زره کورنۍ ژوند کوي چې له ۵۰۰ زره څخه ډېر مالونه لري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close