بلخ: زورواکو په دولتي ځمکه غيرقانوني پنځوس ښارګوټي جوړ کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۸)

د بلخ ښاروالۍ د ساختماني څانګې مشر انجينر هاشم او د ولايتي شورا غړي وايي، په دغه ولايت کې زورواکو او خپل سره وسل والو په غير قانوني توګه پنځوس ښارګوټي جوړ کړي دي.

د هاشم په وینا، د اتيا جوړ شويو ښارګوټو څخه يې يواځې دېرش قانوني اسناد لري او پاتې نور په غير قانوني ډول دولتي ځمکې غصب شوي او ځمکې يې په جعلي اسنادو پلورل شوي دي.

نوموړی وايي، دغه ښارګوټي د محلي زورواکو او خپل سره وسله والو له لوري جوړ شوي دي.

په عين حال کې د ولايتي شورا مشر ډاکټر افضل حدید وايي، د غير قانوني ښارګوټو موجوديت تاييدوي په وينا يې دغه ښارګوټي د سياسي رهبرانو، سیمه ييزه وسله والو او دولتي چارواکو له خوا په دولتي ځمکو کې جوړ شوي چې ” په هېڅ وجه سټنډرډ نه‎دي او د رهایشي ښارګوټو له معیارونو سره هم برابر نه‎دي”.

د دغه ولایت اوسېدونکي هم وايي، چې زورواکو په دولتي ځمکو تجارت پيل کړی او د دولتي ځمکو سربيره د خلکو شخصي ځمکې هم په جعلي اسنادو پر نورو کسانو پلوري.

د وروستيو راپورونو پر اساس، حکومتي چارواکو، د ملي شورا غړو، زورواکو او محلي وسله والو په هېواد کې لسګونه زره هکتاره دولتي او د خلکو شخصي ځمکې غصب کړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close