بلخ: طالبانو ته لس عسکر تسليم شوي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۹)

د بلخ ولايت په شور تپه ولسوالۍ کې د طالبانو د بريدونو په پايله کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې او د ځايي چارواکو په وينا لس پوليس د وسلو او مهماتو سره طالبانو ته تسليم شوي دي.

یو تن سيمه ييز چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د کوکچه اژانس ته ويلي، تيره ورځ ناوخته اووه ملي پوليس او درې سرحدي پوليس چې د دالی په کلي کې يې په پوستو کې دندې وې طالبانو ته تسليم شوي دي.

سرچينې زياته کړې، یاد پوليس له تيرې ډيرې مودې راهيسې کلابند و او د امنيتي ځواکونو د پيل کړو عملياتو له ناکامېدو سره همهاله دغه لس عسکر طالبانو ته تسليم شوي دي.

له بله پلوه طالبانو هم پر یادو پوستو بريدونه تاييد کړي خو زياتوي په سيمه کې لس نه، دوولس عسکر د جګړې په ترڅ کې ژوندي نيول شوي دي.

طالبانو رسنيو ته په لېږلې خبرپاڼه کې ويلي، په دالي سيمه کې يې يوه پوسته نيولې، دولس عسکر ژوندي نيول شوي، لس ميله وسلې او درې بم افګن وسلې د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

خبرپاڼه زياتوي، سيمې ته په راغلې کومکي قوه هم د طالبانو له خوا بريدونه شوي چې په ترڅ کې يې دوه ټانګونه ویجاړ، پنځه عسکر وژل شوي او درې تنه نور ژوبل شوي او کومکي قوه هم بيرته په شاه شوې ده.

د نورو ولايتونو په پرتله بلخ هغه ولايت دی چې د طالبانو حضور پکې کم دی خو د تير يو کال راهيسې په چمتال، چهاربولک، شورتپه ولسواليو سربيره ډيری ولسواليو کې د طالبانو فعاليت او ډله ييز بريدونه زيات شوي چې له دولت څخه يې زياتې سیمې نيولي او تر خپل واک لاندې يې راوستي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close