بلخ: طالبانو د“چاهي“ولسوالۍ له ټولو پوستو سره یوځای ونیوله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۱)

راپورونه وایي چې طالبانو نن ماښام د بلخ ولایت د چاهي ولسوالۍ له ټول امنیتي پرسونل سره یوځای نیولې.
سرچینې وایي، د طالبانو په بریدونو کې ګڼ شمیر امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې.
طالبانو د ولسوالۍ نیول منلي او ویاند یې څو شیبې وړاندې کابل ټکي کام ته وویل، “د بلخ ولایت چاهي ولسوالۍ مرکز، امنیه قومندانۍ او ټولې امنیتې پوستې نیول شوې. په پیښه کې ګڼ شمیر عسکر او پولیس وژل شوي“
طالبان وایي، په یاده ولسوالۍ کې یې ګڼ شمیر وسلې، مهمات او نظامي توکي هم نیولي دي .

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي

“ د ټرمپ د ناکامې ستراتيژۍ له اعلان راپه دې خوا دا ۲۴ مه ولسوالۍ ده چې مجاهدین يې له دښمن څخه نیسي او دښمن ته په کې درنه مرګ ژوبله اړوي.“

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو ‏نن د بلخ ولایت بلخ ولسوالۍ ایلقچي سیمه کې د قومندان انور دوه پوستې ونیولې او ۶ اربکیانو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو سربیره ورته ۱ رینجر موټر او ډيره وسله هم په لاس ورغلې.

تر اوسه د بلخ ځایي ادارې او د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو په دې تړاو کوم سپیناوی نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close