بلخ: طالبانو په “دولت آباد“ کې پرمختګونه کړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۱۵)

راپورونه وایي چې افغان ځواکونه د بلخ ولایت د دولت اباد ولسوالۍ له ځینو ستراتیژیکو سیمو شاتګ کړی او طالبان پرې واکمن شوي دي.
خبر زیاتوي، د یادې ولسوالۍ اړوند، تالي ګک اوکرجګک سیمې اربکیانو وروسته له هغه پریښې کله یې چې د طالبانو د احتمالي برید خبر  تر لاسه کړ.

طالبان وایي، یاده سیمه چې ۳۱ کلي لري او په زرګونو کورنۍ پکې ژوند کوي اوس مهال د دوی تر بشپړ واک لاندې راغلې او په سیمه کې یې تصفیوي عملیات هم پیل کړي دي.
باید وویل شي چې څه موده مخکې د حزب اسلامي مشر حکمتیار په یوه خبري ناسته د بلخ پر پخواني والي عطانور ژغ کړی و، چې ارګ ته د ګواښونو پرځای باید د طالبانو مقابلې ته ور ودانګي، ځکه د ده په وینا چې د بلخ په چهاربولک،چمتال،دولت آباد،خاص بلخ او یو شمیرنورو ولسوالیو کې د طالبانو نفوذ مخ پر پراخیدو ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close