بلخ: طالبانو په چمتال کې ۱۵ پوستې او یوه قرارګاه نیولې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۹)

راپورونه وایی چې طالبانو نن ماسپیښین د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ په بارګاه سیمه کې ۱۵ امنیتي پوستې او یوه قرارګاه تر خپل کنترول لاندې راوستلې.
خبر زیاتوي، په پیښه کې ګڼو امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې او زیاتره یې له کوم مقاومت پرته له سیمې وتلي.

طالبانو د پیښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې په دې بریدونو کې یې ۱۳ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې او ۱ رینجر، ډیره وسله او مهمات یې نیولي دي.
باید وویل شي چې طالبانو نن په سرپل، کندوز، جوزجان، سمنګان، میدان وردګ، فاریاب، غزني او پکتیا کې د دو ولسوالیو په ګډون لسګونه امنیتي پوستې او تر ۲۵ عرادو رینجر موټر اوهاموي ټانګونه او سلګونه میله سپکې او درنې وسلې نیولې.
د کورنیو چارو وزارت مني چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۰ امنیتي منسوبین وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close