بلخ لوبډله د افغانستان غوره لیګ سياليو اتله شوه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، تله ۳۰)

د افغانستان د ګلبهار غوره ليګ سياليو پايلوبه (فاینل) چې د بلخ او کابل ځوانانو لوبډلې تر منځ تيره ورځ ترسره شوه چې د بلخ لوبډلې په بريا پای ته ورسېده.

په پايلوبه کې د کابل ځوانانو لوبډلمشر راشد خان پچه وګټله او د توپ وهنې پريکړه يې وکړه.

کابل ځوانانو په ټاکلو شلو آورونو کې د خپلو نهه لوبغاړو په سوځیدو سره بلخ ته د‌ ۱۳۲ منډو هدف وټاکه.

کابل ځوانانو لوبډله کې رانچي په ۹، حضرت په ۱۰ او پارنل په ۲۱ منډو یو په بل پسې وسوځیدل. راشد هم یوازې وکړای شول

چې ۳ منډې ووهي. جاوید احمدي ۳۲ منډې وکړې چې تر ټولو زیاتې وې.‌

د بلخ ليجينډز لپاره محمدنبي، افتاب عالم، میرویس اشرف او بوپارا یوه ـ یوه ويکټ واخیسته. قیس احمد لومړنی افغان توپ اچونکی دی چې په روانو سياليو کې ۵ ويکټې اخلي. نوموړي په ۴ اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې. ګلبدین نایب یو لوبغاړی هم ونه سوځاوه.

د بلخ توپ وهونکو کې مونرو هیڅ منډې جوړې نه کړې‌، درویش رسولي یوازې ۱۰ منډې وکړې او کریس ګیل چې اوپینر و، تر ډیره پاته شو او خپله پنځوسیزه یې ووهله، خو له نیمه سینچرۍ وروسته په دوولسم آور کې په ۵۶ منډو کیچ اوټ شو. وروسته د بلخ لیجنډز توپ وهونکي وتوانيدل چې لوبه په خپل واک کې واخلي او په څلورو لوبغاړو يې، کابل ځوانان ته ماتې ورکړه او د لیګ اتلولي‌ وګټله.

دغه شل اوریز غوره لیګ سيالۍ چې د اکتوبر میاشتې په ۵ نيټه د ۵ لوبډلو( ننګرهار ليپرډز، کندهار نایټس، پکتیا پنترز، کابل ځوانانو او بلخ ليجينډز) ترمنځ په شارجه کرکټ لوبغالي کې پيل شوې او په ۱۷ ورځو کې ۲۳ لوبې ترسره شوې.

د دغه لیګ سياليو کې تر ټولو زیاتې منډې محمد شهزاد کړي او تر ټولو زیات لوبغاړي بیا د سريلانکا لوبغاړي اودانا ایسورو سوځولي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close