بلخ: نفوذي پولیسو ۱۰ اربکیان وژلي او په جوزجان کې ۱۷ پولیس طالبانو ته ورغلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۲۶)

له بلخ ولایت نه ورکړل شوي راپورونه وایي، چې نن ماسپښین د بلخ ولایت چهاربولک ولسوالۍ قزل کلا سیمه کې د طالبانو نفوذي ملګرو ګڼ سیمیز پولیس وژلي او بشپړه پوسته یې طالبانو ته سپارلې.
خبر زیاتوي، نفوذي پولیسو د قومندان بهایي خان او قومندان شاه محمد په ګډون ۱۰ اربکیان وژلي او له ټولو مهماتو سره یوځای تر طالبانو رسیدلي.
طالبانو د پیښې پخلی کړی او په یوه خبرپاڼه کې یې ویلي چې نفوذي ملګرو یې ، ۱ رینجر، ۲ میله پیکاوې، ۱۱ میله کلاشینکوفونه او ډیر مهمات هم تر دوی پورې ور رسولي دي.
طالبانو په پیښه کې د خپل یوه ملګري وژل کیدل هم منلي.
باید وویل شي چې طالبان د بلخ په مختلفو نقاطو کې پراخ پوښښ لري او په زیاته کچه سیمیز ملاتړ له ځانه سره لري
په یو بل خبر کې ویل شوي چې ‏‎د جوزجان ولایت د قرقین ولسوالۍ په مربوطاتو کې ۱۷ تنه اربکیان د طالبانو لیکو ته ورغلي.
طالبانو ویلي، یوځای شوي پولیس د دوی د جلب و جذب مسئولینو په هڅو له خپلو و دندو لاس په سر شوي او له خپلو وسلو سره یوځای د دوی تر سیمو ورغلي.

دولتي چارواکو د دواړو پیښو په تړاو تر اوسه کوم سپیناوی نه دی کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close