بلخ ولايتي چارواکي: يوې پوستې سقوط کړی، د قومندان په شمول شپږ عسکر وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لیندۍ ۱۱)

د بلخ د والي وياند منير فرهاد وايي، چې د دغه ولايت په کشنده ولسوالۍ کې طالبانو پر دولتي عسکرو بريد کړی چې د قومندان په ګډون د هغه شپږ عسکر وژل شوي دي.

د فرهاد په وينا، دغه بريد تيره شپه د يادې ولسوالۍ مربوط د قربای په سيمه کې د محلي پوليسو په پوسته ترسره شوی دی.

نوموړی وايي، په دغه نښته کې د طالبانو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد وايي، په بريد کې د يادې ولسوالۍ لپاره د اربکيانو عمومي قومندان “مخدوم خبير” په شمول اووه اربکيان وژل شوي، پنځه تنه ټپيان دي، دوه موټرسيکلونه او د هغوی وسلې او مهمات د طالبانو لاسته لوېدلي دي.

منير فرهاد په داسې حال کې د يادې پوستې د سقوط خبر ورکړ چې په وينا يې دا مهال د بلخ په مختلفو سيمو کې د وليد۲۵ په نوم تصفيوي عمليات دوام لري.

له بله پلوه د دغه ولايت د اندخوی او قرغان ولسواليو څخه هم د جګړو راپورونه ورکول شوي چې د ځايي امنيتي سرچينو په وينا تر دې دمه پکې محلي پوليس وژل شوي او اته تنه نور لادرکه دي.

که څه هم بلخ تر نورو ولايتونو يوه اندازه امن ولايت بلل کېده خو په وروستيو کې طالبانو په دغه ولايت کې هم پر دولتي پوستو او پوځي مرکزونو ته زور ورکړی چې تر پخوا يې زياتې سيمې تر خپل واک لاندې راوستي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close