بلخ: پر عامو خلکو د یونیفورم او نظامي وسایطو د استعمال بندیز ولګیده

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۲)

د شاهین قول اردو له خوا په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، په مزارشریف ښار کې پر هغو نظامی وسایطو او یونیفورمونو چې غیر مسؤله کسان ترې استفاده کوي بندیز لګول شوی.
خبرپاڼه کې ویل شوي، دا بندیز له دې امله لګیدلی چې د ملي اردو او پولیسو له وسایطو او یونیفورمونو د نا مسؤلو کسانو له خوا په جنایي پیښو کې کار اخیستل کیږي.

شاهين قول اردو ويلي چې دغه ګام يې د بلخ د نظامي شورا له پرېکړې وروسته پورته کړی دی.

د بلخ ولایتي شورا د دې پریکړې هرکلی کوي او وایي چې په دې توګه به د ګنو ناقانونه کړنو مخه ونیول شي.
خو یو شمیر مدني فعالان بیا دا کار بې ګټې بولي او زیاتوي؛ پولیس خپله په جنایي پیښو کې د رهبرۍ تر کچې دخیل دي، چې د دې توکو پر کارولو او خرڅلاو بندیز به یې هیڅکله کابو نه کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close