بلخ: په“چهاربولک“ کې ۱۰ تنه نور سرتیري طالبانو ته ورغلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۶)

په داسې حال کې چې د بلخ په مختلفو ولسوالیو کې د طالبانو نفوذ مخ پر پراخیدو ده، تازه خبرونه وایي، چې د چهاربولک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د ملي اردو او پولیسو لس تنه  سرتیري له طالبانو سره یوځای شوي دي.
طالبانو ویلي ، یوځای شوي کسان د دوی د جلب او جذب د کمیسیون په هڅو د دولتي ځواکونو له لیکو راګرځیدلي اونومونه یې هم خپاره کړي دي.

په یوځای شویو کسانو کې درۍ تنه د ملي اردو سرتیري، درۍ اربکیان او څلور تنه هم پولیس دي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې په یاده ولسوالۍ کې تر ۳۰ ډیر امنیتي ځواکونه طالبانو ته تسلیم شوي وو.
باید وویل شي چې، څو ورځې وړاندې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار د بلخ پر پخواني والي ژغ کړی و، چې ارګ ته د ګواښونو پرځای دې د بلخ ځینې ولسوالۍ له طالبانو وژغوري،چې د ده په وینا د طالبانو نفوذ په کې په چټکۍ مخ پر پراخیدو دی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close