بلخ: په چهار بولک کې لسګونه سرتیري طالبانو ته ورغلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۴)

په داسې حال کې  چې طالبانو د بلخ په څو لویو ولسوالیو کې خپل حضور پراخ کړی او لا هم مخ پر وړاندې  روان دي، تازه خبرونه وایي چې د دې ولایت به چهاربولک ولسوالۍ کې د ملي اردو او پولیسو ۳۱ تنه سرتیري د طالبانو لیکو ته ورغلي دي.
خبر زیاتوي، دغه کسان د طالبانو د دعوت او ارشاد کمیسیون په هڅو له خپلو دندو ګرځیدلي او له طالبانو سره یوځای شوي دي.

طالبانو د پیښې د پخلي تر څنګ د ټولو تسلیم شویو امنیتي ځواکونو نومونه اخیستي او انخورونه یې پر خپله ویبپاڼه “الامارة“ باندې خپاره کړي دي.

طالبانو ته په ورغلو کسانو کې ۱۶ پولیس، ۸ تنه اربکیان او ۷ تنه د ملی اردو سرتیري دي.
دا په داسې حال کې ده چې تازه د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د جمعیت اسلامي ډلې اجرایه رئیس عطانور ننګولی چې که رښتیا هم د مبارزې ځواک لري، ارګ ته د ګواښونو پر ځای دې  د بلخ له چهاربولک ، دولت آباد، چمتال، خاص بلخ او یو شمیر نورو ولسوالیو طالبان وباسي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close