بلخ: پولیسو د ملی محاذ ګوند د مسؤل کور محاصره کړی

 

(کابل تکی کام ۱۳۹۷ وږی ۱۱)

د بلخ به مرکز مزارشریف ښار کې پولیسو وروسته تر هغه د ملی محاذ ګوند د سیمیز قوماندان او مسؤل اخترمحمد ابراهیم خیل کور محاصره کړ، کله چې د قالين فروشۍ له دوکان څخه سلګونه زره افغانۍ ولوټل شوې.
غلو د پولیسو تر تعقیب وروسته د یاد قوماندان کور ته پناه وروړې او له امنیتي خواکونو سره یې مقاومت کړی.

د بلخ د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر عبدالرزاق قادري وایي ، تر څیړنو وروسته معلومه شوه چې د ابراهیم خیل ځوی نورمحمد د خپلو وسلوالو په مټ د دوه هایلوکس او کرولا موټرو په ګډون ۱۳ زره ډالر او تر ۱۳ لکه ډیرې افغانۍ له ځانه سره وړې.

نوموړی وایي چې له ابراهیم خیل یې غوښتي چې تورن کسان ور وسپاري خو هغه یې له ور سپارلو ډډه کوي.

په ورته وخت کې یاد قوماندان دا تور د عطانور د کسانو له خوا د ده پر وړاندې یوه دسیسه بولي او ردوي یې.
د یاد جهادی قوماندان ځوی او د امنیت مشاور نقيب الله
ابراهيم خيل بيا وايي، چې پوليسو د دغه جهادي قوماندان د بدنامولو لپاره دسيسه جوړه کړې ده.
نوموړی وایي؛ د پوليسو لخوا په ډزو کې د دوی دوه تنه هم ټپيان شوي دي.
خو د بلخ پوليس وايي، چې تر اوسه هېڅ ډول ډزې او جګړه نه ده شوې.
د سيمې خلک بیا وايي چې د حاجي اختر محمد ابراهيم کور ته ورغلې ټولې لارې د خلکو پر مخ تړل شوي دي

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close