بلخ کې د المان لخوا ۱،۲میلیارد افغانیو په ارزښت د مور او ماشوم روغتیايي روغتون جوړیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۱) زرغون خوږیاڼی

په بلخ ولایت کې دالمان د پراختیايي بانک لخوا دد۱،۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د مور او ماشوم روغتایی روغتون جوړیږي.

تیره ورځ دغه تړون د عامې ورغتیا وزیر ډاکټر فیروز الدین فیروز د جرمني هېواد د پرمختیايي بانک له استازي هینو لوبکر سره لاسلیک کړه، چې له مخې به یې په بلخ ولایت کې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره دوه پوړیزه ودانۍ له ټولو اړونده تجهیزاتو سره جوړیږي.

د المان د پراختیايي بانک استازي لوبکر د لاسلیک پر مهال وویل، چې په بلخ ولایت کې د مور او ماشوم د روغتیا لپاره به یاد روغتون د ۱،۲ میلیارد افغانیو په ارزښت ورغول شي، نومړي زیاته کړه چې ددغه روغتون جوړولو چارې به د ۲۰۱۷ ز کال د جنوري میاشتې په ۱۵مه نیټه پیل او د ۲۰۱۸ز کال د اګست په میاشت کې پای ته ورسیږي.

دعامې روغتيا وزير ډاکتر فيروز الدين فيروز د جرمني هېواد لخوا ددغه روغتیايي مرکز جوړول وستایل او مننه یې ترې وکړه، نوموړي زیاته کړه چې ددغه روغتون په فعالیت سره به د هیواد د شمالي ولایتونو د مور او ماشوم روغتیايي وضعیت په سمه توګه وساتل شي او هم به په هیواد کې د زیږیدلو پر مهال د مور او ماشوم د مړیني کچه کمه شي.

دده په وینا اوسمهال په هيواد کې لږ تر لږه ۲۴۰۰ روغتيايي مرکزونه فعال دي، چې یواځې په سلو کې یې ۶۰ معیاري ودانۍ لري او پاتې نور یې له لړ زیاتو ستونزو سره مخ دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close