بلخ کې د نامعلومو وسله والو له لورې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي

کابل ټکی کام ۱۹حمل/۱۳۹۵، احمدالله مهاجر

د بلخ ولایت څخه خبري منابع وايي، چې د نامعلومو وسله والو له لورې د یوې کورنۍ ۶ غړي وژل شوي دي.

د دغه ولایت د حوزوي روغتون مسئولینو ویلي دي، چې روغتون ته یې په راوړل شویو جسدونو کې درې ښځې او دوه ماشومان شامل دي.

د بلخ ولایت د حوزوي روغتون مشر ډاکټر نور محمد فیض رسنیو ته د معلوماتو ورکولو پر مهال وویل، چې وژل شوي کسان تېره ورځ ماسپښين د چاقو او چاقو ته د ورته وسایلو په مټ وژل شوي دي.

له بلې خوا د بلخ ولایت د امنیه قومندانۍ د امنیت آمر عبدالرازق قادري رسنیو ته د دغه پېښې پخلی کړی دی، او ویلي یې دي، چې دغه پېښه د دغه ولایت د دهدادي ولسوالۍ په شیراباد سیمه کې د نامعلومو وسله والو له خوا رامنځته شوې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close