بلخ کې د يو ميليون ډالرو په ارزښت د کرکټ لوبغالی جوړېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، غبرګولی ۳۱) د بلخ ولايت سيمه مسئولين، په دغه ولايت کې د یو ميليون ډالرو په ارزښت د کرکټ د معیاري لوبغالي د جوړېدو خبر ورکوي.

د هیواد په شمال او شمال ختیځ کې د کرکټ بورډ مسوول خالق داد نوري وايي، دا ميدان به د هند د يو ميليون ډالرو په مالي مرسته په څوارلس جريبه ځمکه کې جوړ شي چې د شل زره کسانو د ناستې لپاره به ځای ولري.

په افغانستان کې د هند سفير ويني کمار بلخ ولايت ته د سفر پر مهال وويل، هېواد به يې په افغانستان کې د سپورت او کرکټ د ودې لپاره نورې مرستې هم وکړي.

په عين حال کې د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر وايي، په دغه ولايت کې به د کرکټ لوبغاړو لپاره لا زياتې اسانتياوې برابرې کړي.

تر دې مخکې ورزشکارانو په بلخ کې د کرکټ د معياري لوبغالي د نه شتون له کبله شکایت درلود خو د کرکټ د نوي لوبغالي د جوړېدلو هرکلی کوي وايي د ياد ميدان په جوړېدو به دغه ولايت کې کرکټ لا وده وکړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close