بلوچستان: د کښتۍ جوړولو په فابريکه کې اور لګېدلی

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵مرغومی ۲۰) الماس خدرخېل

د پاکستان د بلوجستان ايالت د ګډاني په سيمه کې د کښتۍ جوړولو په يوه فابريکه کې اور لګېدلی.

په کښتۍ کې اور داسې مهال رامنځته شوی، چې شاوخوا سل کارکوونکو په دغه کښتۍ کې کار کولو.

د راپورونو له مخې، په کښتۍ کې  د ۸ چاودنو غږونه اوریدل شوي دي.

ویل کیږي،  چې د ټانکر کښتۍ په ټانکۍ کې د تیلو د شتون له امله  اور لګیدنه رامنځته شوې ده.

د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پیښه کې  ۶ تنه مړه او لسګونه تنه نور ټپیان شوي دي.

د پولیسو یو تن مشر خبري رسنیو ته ویلي دي، چې  د کښتۍ په ټانکۍ کې  د تیلو او چاودنو له امله  د اور وژنې چارې د خنډ سره مخامخ  دي. هغه ویلي چې د اور د قابو کولو هڅې دوام لري .

د پاکستان ډان نیوز رسنۍ  ویلي، چې  پیښه  په کښتۍ کې د ولډنګ پر مهال  رامنځته شوې ده .

د یادونې ده،چې د تیر کال  د نومبر په میاشت کې هم په یاده سیمه کې د کښتۍ جوړولو په فابریکه کې  د تیلو ټانکر په کښتۍ کې اورلګیدنه رامنځته شوې وه، چې له امله يي ۲۷ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو او ۵۸ تنه نور ټپیان شوي وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close