بلوچستان کې اتو پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۲) د پاکستان د بلوچستان ايالت په اوران سيمه کې د وسله وال بريد په ترڅ کې شپږ پاکستاني پوځيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اوران سيمې يوه چارواکي حاصل خان رسنيو ته ويلي، امنيتي ځواکونه د مشکي سيمه کې پر ګزمه و چې نا معلومه وسله والو له نږدې غره څخه پرې وسله وال برید وشو چې په ترڅ کې يې شپږ پوځيان ځای پرځای ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

په پېښه کې وژل شوي او ټپيان د چورلکو په وسيله د “خضدارک” سيمې روغتون ته وړل شوي دي.

ځايي امنيتي مسئولین وايي، له بريد وروسته وسله وال تښتېدلي خو زياتوي چې د امنيتي ځواکونو له لوري يې پلټنه روانه ده.

تر اوسه د بريد مسئولیت چا په غاړه نه دی اخيستی خو تر دې مخکې په بلوچستان کې د ځينو بریدونو پړې د بلوچستان تنظيم “بي اېل ای” او پاکستاني طالبانو منلي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close