بلک واټر د افغانستان په کانونو کې سترګې خښې کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۲۴)

وروسته تر هغه چې د بلکواټر له خوا د افغان جګړې د خصوصي کولو طرحه د افغان حکومت او امریکا له خوا رد شوه، تازه د دغې  خصوصي امنیتي کمپنۍ مشر اریک پرنس ویلي، چې چمتو دي د افغانستان په کانونو کې پانګه اچونه وکړي.

د ټي آر ټي اژانس د خبر له مخې ، پرنس په روان میلادی کال کې د خپل هدف د تر لاسه کولو په موخه څوځله افغانستان ته سفر کړی او غواړي د افغانستان په لیتیمو،ګازو  او سروزرو د کانونو په برخه کې پانګه اچوونه وکړي.

پرنس په همدې موخه د افغانستان د کانونو وزارت له چارواکو،او د ګډ حکومت له مشرانو سره څو څو ځله کتنې کړې او دلیتیمو په برخه کې یې خپله دلچسپي ورته تکرار کړې څو وکولای شي د بیټریو او نورو الکترونیکي وسایلو په ترمیم کې ورڅخه کار واخلي.

یادې سرچینې ویلي چې پرنس هڅه کوي له غیر قانوني لارو خپلې موخې ته ځان وروسوي او په همدې موخه یې د افغان حکومت له ګڼو هغو چارواکو سره چې زورواکي او په فساد ککړ دي ، لیدنې کړې.

خو د کانونو وزارت وایي چې اوسمهال دوی د کانونو په برخه کې د سرمایه ګذاري د قوانینو پر جوړولو بوخت دي او کله یې چې تکمیل کړ بیا به یې د خپلو اصولو او مقرراتو له مخې علاقمندانو ته وړاندې کړې.
سرچینه وایي، د ټرمپ ادارې د کانونو په هکله د مالوماتو آرشیف له اتیامې لسیزې بیا تر اوسه چې څومره بدلونونه پکې راغلي مطالعه کړی او دلچسپي لري څو په دې برخه کې خپله پانګه مصرف کړي.

شمیرې ښیي چې د افغانستان کانونو بیه تر درۍ تریلیونه ډالرو لوړه ده

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close